خطی نسخې

IQNA

بچوې
ایکنا-  د «خطي نسخې؛ هویت او دوامداره پرمختګ» په عنوان سره  نندارتون د متحده عربي اماراتو د پوهنتون په همکارۍ د شارجې په «بیت الحکمه» (د حکمت کور) کې ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492917   خپرونې تاریخ : 2026/06/16

ایکنا- د علوي سپېڅلي آستان له لورې د نهج‌البلاغې د يوې نفيسې او ګنجينه‌ ا ي نسخې د ليکلو د پروژې د پيل خبر ورکړل شوی، چې د اسلامي نړۍ په کچه د خپل ډول لومړنۍ پروژه بلل کېږي.
د خبر لمبر: 3492916   خپرونې تاریخ : 2026/06/16

ایکنا-  د پاکستان  د پنجاب  صوبې د اوقافو ادارې اعلان کړی چې د قرآن کریم د چاپ بهیر به په جدي ډول وڅاري او د هر ډول لفظي او مفهومي تحریف او همدارنګه چاپي تېروتنو مخه به ونیسي.
د خبر لمبر: 3492902   خپرونې تاریخ : 2026/06/13

ایکنا- په عراق، په تیره بیا په نجف کې، له ډېرو کلونو راهیسې په جوماتونو او بېلابېلو دیني محفلونو کې د قرآن د وېش لپاره پر هغو نسخو تکیه کېده چې له هېواده بهر چاپېدل؛ خو په وروستیو کلونو کې د بیروت او مدینې د چاپ شوو نسخو پر ځای، د «مصحف نجف اشرف» پروژه چې د عباسي سپېڅلي آستان په هڅو ئې بنسټ کېښودل شوی،د هغه لومړني قرآن په توګه راڅرګنده شوی چې له پیل تر پایه یې بشپړ عراقي هویت درلود.
د خبر لمبر: 3492820   خپرونې تاریخ : 2026/05/25

ایکنا- یو قرآن چې په طلايي رنګ لیکل شوی او ارزښت ئې له یو میلیون قطري ریالو څخه زیات دی، د دوحې دکتاب په نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوی دی.
د خبر لمبر: 3492798   خپرونې تاریخ : 2026/05/20

ایکنا - د سوېډن په پلازمینې اسټاکهم  کې د قرآن کریم  په  نوې سوېډي   ژبې  د ژباړې   د افتتاح دستورې  د ملایشیا د «ریستو»  فاؤنډيشن په ملګرتیا سره ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3492792   خپرونې تاریخ : 2026/05/19

ایکنا -د مکې مکرمې د قرآن کریم میوزیم یوه له تر ټولو نادرو خطي نسخو څخه ساتي، چې د لیدونکو او د قرآن د تاریخ د څېړونکو پام ئې ځان ته اړولی دی؛ دا یو داسې نادر قرآن دی چې یوازې ۶۰ مخونه لري.
د خبر لمبر: 3492757   خپرونې تاریخ : 2026/05/12

ایکنا - د مصر مشهور او وتلی قاري او د دغه هېواد د قاریانو او حافظانو د اتحادیې مشر، محمد محمود طبلاوي، شپږ کاله وړاندې د ۸۶ کلونو په عمر او د قرآن په لاره کې تر شپېتو کلونو خدمت وروسته وفات شو.
د خبر لمبر: 3492748   خپرونې تاریخ : 2026/05/10

ایکنا- د مکې د قرآن کریم میوزیم د تاریخ یو ځانګړی مسي قرآن چې   دولسمې هجري قمری  پېړۍ پورې اړه لري، د لیدونکو لپاره نندارې ته وړاندې کړی دی.
د خبر لمبر: 3492732   خپرونې تاریخ : 2026/05/06

ایکنا-   د مکې په میوزیم کې په اته ضلعې لرونکی بڼه د قرآن کریم یوې نسخې نندارې ، ځان ته د کتونکو توجه جلب کړې ده.
د خبر لمبر: 3492690   خپرونې تاریخ : 2026/04/21

ایکنا- د یوه هغه قرآنی لوحې ننداره چې په ټایل باندې جوړه شوې ده ،  او د قرآن آیتونه په  ډيرې ښکلا سره پرې ثبت شوي دي،  دمکې د قرآن په نندارتون کې ئې  د لیدونکو توجه جلب کړې ده.
د خبر لمبر: 3492672   خپرونې تاریخ : 2026/04/16

ایکنا- د قدس  او نیواکي ټاټوبو ستر مفتی د قرآن کریم د هغو نسخو د ویشل کیدا په باب  چې  په هغه کې په یوه آیت کې ټایپي تیروتنه شوې ده ، خبرداری  ورکړ.
د خبر لمبر: 3492660   خپرونې تاریخ : 2026/04/12

ایکنا- د عربستان د ؛ملک عبدالعزیز ؛ نومې عمومی کتابتون په دغه کتابتون کې له څلورمې قمری پيړئ سره اړونده د قرآنی علومو د نادرې خطي نسخې د کشفیدا او پييژندنې خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3492638   خپرونې تاریخ : 2026/04/06

ایکنا -  د قرآن کریم د چاپ د تاریخچې ځانګړی نندارتون د کب د میاشتې په درویشتمه نیټه  د الجزایر په پلازمینې الجزیره کې پرانیستل شو.
د خبر لمبر: 3492572   خپرونې تاریخ : 2026/03/16

 ایکنا - د قرآن نړیوال نندارتون د مصنوعي ځیرکتیا او قرآني پوه بنسټه شرکتونو  د برخې مدیر د محدود خو سټراټیژیک شتون  لرونکو پوه بنسټه شرکتونو یادونه وکړه او وې ویل چې په دې برخې کې د قرآني چټ‌ باټونو مخکتنه، د مصنوعي ځیرکتیا (اي آیی )پر بنسټ د محتوا تولید سیالي، او څو‌رشته‌ییزې تخصصي ناستې ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492517   خپرونې تاریخ : 2026/02/26

د قرآن د نندارتون مشر!
ایکنا – د قرآن د نندارتون مشر حجت‌الاسلام والمسلمین حمیدرضا ارباب‌سلیماني د سلواغې په ۲۷ په یوې خبري غونډې کې د قرآن د ۳۳ نړیوال نندارتون د جوړېدو خبر ورکړ او وې ویل چې دا نندارتون به په ۱۶ زره مربع  میتره فضا کې ترسره شي. هغه د وخت او ځای د اعلان ترڅنګ وویل: ولسي کول، نوښت، د  غوره کسانو  له ظرفیت څخه ګټه اخیستل او نوې ټیکنالوژۍ، په ځانګړي ډول مصنوعي ځیرکتیا(آرټيفیشل انټلیجنس)، د نندارتون له مهمو محورونو دي.
د خبر لمبر: 3492469   خپرونې تاریخ : 2026/02/18

ایکنا – د سورئې د دمشق د کتاب په نړیوال نندارتون کې د قرآن کریم سټال په پراخ او اغېزشیندونکي شتون  سره د دې نندارتون فضا ښکلې کړې ده او خپلې بېلابېلې قرآني چارې ئې خلکو ته ورپېژندلې او نندارې ته وړاندې کړې دي.
د خبر لمبر: 3492437   خپرونې تاریخ : 2026/02/11

د ایکنا په کوربتوب!
ایکنا - د «قرآن کریم د حفظ لارې چارې» په عنوان سره د همفکرئ ناسته، د پوهنتون  د استادانو او قرآني کارپوهانو په ګډون، د ایکنا په کوربتوب ترسره شوه، چې پکې د هېواد د مهمو سندونو  په رڼا کې د قرآن د حفظ د غورځنګ  د سیاست‌جوړونې، پروګرام‌ جوړونې ، زده‌کړې او د ولسی کولو بېلابېل اړخونه وڅېړل شول.
د خبر لمبر: 3492434   خپرونې تاریخ : 2026/02/11

ایکنا - د مصر د «بحیره» ولایت ۹۲ کلنې  اوسېدونکې، حاجیه فائزه، وتوانېدله چې په شپږو میاشتو کې قرآن کریم په خپل لاس ولیکي، او دې لاسته راوړنې د مصریانو پراخه ستاینه راپارولې ده.
د خبر لمبر: 3492423   خپرونې تاریخ : 2026/02/09

ایکنا - د شارجې د قرآن کریم مجمع او د شارجې د میراث مرکز د اسلامي خطي نسخو او تاریخي آثارو د ترمیم او ساتنې په موخه د ملګرتیا یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړ.
د خبر لمبر: 3492334   خپرونې تاریخ : 2026/01/20